ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۴مه او د جون میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، چې له دې وروسته به د خوراکی غوړیو بیې را ټیټې شی.
دغه وزارت په یوې خبر پاڼه کې لیکلی، چې دغه خبره د غوړیو، اوړو او غنمو سوداګرو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له وزیر سره په لیدنه کې کړې.
د خبر پاڼې په حواله، په نړیوال بازار کې د قیمتونو د راټیټېدو او لوړېدو لامل د اوکراین جګړه ښودل شوې.
د وزارت په وینا، سوداګرو ویلی، چې د غوړیو بیې په نړیوال بازار کې کمې شوی او هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کمښت راغلی.
د دوی د معلوماتو له مخې، دا چې په هر ټن کې ۴۰۰ ډالره کم شوی وی دغه چاره د افغانستان په بازارونو کې په ۱۶ لیټره غوړیو کې ۴ ډالره کمښت ښی.
گهیځ