کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نوموړی د یادې لیدنې پر مهال سوداگرو ته ډاډ ورکړی، چې د شته ستونزو د حل په برخه کې ژمن دی.
د خبر له مخې دغه سفر د سرپرست افغان حکومت د امیر د هدایت په اساس شوی، چې په کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د دولتی او خصوصی سکتور د لوړپورو چارواکو په ملتیا سپین بولدک ولسوالۍ ته سفر وکړ او له ځایی سوداګرو سره یې لیدنه وکړه.
وزیر د ستونزو د حل په اړه د ژمنې کولو ترڅنګ له سوداګرو غوښتنه وکړه، چې په خپلو نومونو دې د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړی، تر څو په خبره یې شفافیت را منځته شی او له ناقانونه ګټو څخه مخنیوی وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ