معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي نن ازبکستان ته سفر وکړ.

په دغه پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین او د اړوندو ادارو او خصوصي سکتور استازي حضور لري.

ټاکل شوې چې ياد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د تجارتي تواصل په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ياد نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌ کاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع او وچې مېوې هم نندارې ته وړاندې کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس