د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی ازبکستان ته ولاړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د دولتی او خصوصی سکتور ګډ پلاوی نن ازبکستان ته سفر وکړ.

په دغه پلاوی کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین او د اړوندو ادارو او خصوصی سکتور استازی حضور لری.

ټاکل شوې چې یاد پلاوی په تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځنی نندارتون پرانیسته او د تجارتی تواصل په کنفرانس کې ګډون وکړی.

یاد نندارتون کې به د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌ کاران خپل محصولات او تولیدات لکه غالۍ، لاسی صنایع او وچې مېوې هم نندارې ته وړاندې کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.