کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزی کابل کې د ازبکستان له سفیر آیبیک عثمانوف سره کتلی.
د خبر پر بنسټ د دې کتنې پر مهال دواړو لوریو سمنګان کې د سیمنټو فابریکې جوړولو او د هېواد په شمال کې د اکتشافی پروژو د پلی کولو لپاره د جواز ترلاسه کولو په تړاو خبرې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دې ناسته کې د ازبکستان د مصنوعی ډیزلو لپاره د افغانستان د سټنډرډ سرتیفیکټ د ترلاسه کولو، د سرخان – پلخمری برېښنا مزی پروژې د ژر پلی کېدو، د ترمذ نړیوال مرکز د پراختیا او په یاد ښار کې د حلال نندارتون د جوړولو پر موضوعاتو هم بحث شوی.
د معلوماتو له مخې د ازبکستان سفیر آیبیک عثمانوف عزیزی ته د ازبکستان د سفر بلنه هم ورکړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ