د ظاهر شا بابا د زوی پر مړینې ګڼ شمېر اشخاصو خواخوږی ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملت د بابا اعلی حضرت محمد ظاهرشاه د زوی میرویس ظاهر جنازه چې تېره ورځ د کابل په مرجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه، د پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ډاکټر عبدالله په ګډون ګڼ شمېر پخوانیو چارواکو د نوموړی پر مړینه خواخوږی ښودلې او د ده کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړی دی.
میرویس ظاهر د ۶۶ کلونو په عمر کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
خپلوان یې وایی، نوموړی یو نرم، زغم لرونکی او وطن پال شخص وو، چې په وطن کې د خدمت کولو هیله یې په زړه کې لرله.
میرویس ظاهر د سردار محمد داوود خان په مشرۍ د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته له افغانستانه ولاړ، خو په ۱۳۸۱ کال کې له خپل پلار محمد ظاهر شاه سره بېرته هېواد ته راستون شو.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.