د هېواد خبری رسنیو د یو لړ تازه راپورونو له مخې د نورستان ولایت د وانټ وایګل په ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ مازیګر ناوخته د کورونا مرکز کې اورلګېدلی چې په ترڅ کې یې د یاد مرکز ډېره برخه سوزیدلې ده او د دې ویره شته چې د ځایی خلکو په وینا د یاد تعمیر په څنګ کې د “وانټ عالی لېسې“ ته هم اور سرایت وکړی. د راپورونو تر مخه د نورستان عامی روغتیا ریاست ویاند هم پېښه تایید کړې او ویلی چې د دې سیمې د خلکو او ځایی مسوولینو لخوا د اور مهارولو هڅې روانې دی.
د نورستان په لیری پراته ولایت کې دا ډول پېښه په داسې حال کې را پېښه شوې چې تېر کال د چنګاښ میاشتې په اواخرو کې د کونړ او نورستان ولایتونو اړوند ځنګلونو کې سخت اور لګېدلی ؤ چې تېر کال په همداسې شپو ورځو کې د کونړ په پېچ دره او د نورستان په کامدېش ولسوالیو کې د دواړو ولایتونو په ځنګلونو کې لګیدلی ؤ او لږ تر لږه ۱۸۰هکتاره ځمکې او ځنګل ته یې زیان رسولی ؤ.
که څه هم د ځینو اقلیمی بدلونونو سره یو ځای په ځنګلونو کې اور لګېدنه ډېره نادره خبره نده او دا ډول پېښې د نړۍ په هر ګوټ کې پېښېدای شی او پېښېږی هم، خو په افغانستان کې یوې خواته دغه د ځنګلونو اور لګېدنه په نورستان غوندې د سړې هوا درلودونکی ولایت کې لګېدلی ؤ بل اړخ ته چې ځېر شو نو دلته اورلګېدنه یوازې تر ځنګلونو پورې محدوده نده او د دې هېواد په پلازمېنه او ګڼو ښارونو کې بازارونه او مارکیټونه هم د دې ډول قصدی او غیر قصدی اور لګیدنې ښکار کېږی.
شاید دا ډول پېښې او واقعات پرته له شکه ځان ته لاملونه او دلایل لری او دلته به د ټولو څېړنه او ارزونه ممکنه نه وی، خو د دې سره سره که د یوې پېښې لامل سم و نه څېړل شی او د مخنیوی لارې چارې یې په علمی او عملی بڼه روښانه نشی، د پېښو د مخنیوی لپاره به لاس په کار کېدل هم ګران کړی.
دلته دا خبره هم په پام کې ساتل په کار دی چې افغانستان یو بېوزله او جګړو ځپلی ملک دی چې د جګړو له امله ورانې شوې ودانۍ او تعمیرونه یې د کلونو او لسیزو تر تېرېدو وروسته او دلته د میلیون میلیون ډالرو بهرنۍ مرستې د راتګ سره سره تر اوسه هم ویجاړ پراته دی.
همدارنګه د دې هېواد اکثریت وګړی هم د تېرو څو لسیزو جګړو له امله او دلته له بېخ او بنسټ څخه د نظامونو او رژیمونو د ړنګېدو او ګڼو نورو لاملونو په وجه له اقتصادی اړخه پر ځان بسیا ندی، بل خواته په تېرو دوه دریو کلونو کې چې د جګړو اور تر یوه بریده سوړ شوی، طبیعی پېښې او آفتونه لکه زلزلې او سیلابونه دا وګړی په خپل وار ځوروی او د هغوی اقتصادی بنسټونه خوځوی را خوځوی، چې ګڼې بېلګې او مثالونه یې زمونږ په وړاندې دی. په یقین سره ویلای شو چې زمونږ په لیری پرتو سیمو کې د یو شمېر ودانیو، بازارونو او آن ځنګلونو سوزیدل او د عامه ملکیت یوې برخې ته زیان رسیدل هم، د همدې مصیبت او آفت یوه برخه ده.
د دې تر څنګ د آرام او پر ځان بسیا ژوند د ډېرو نورو وسایلو په څېر د دغه پېښو د زیانونو د مخنیوی لکه د اور وژنې د پرمختللیو وسایلو نه شتون څه په پلازمېنه کابل کې او څه هم زمونږ په لیری پرتو ولایتونو لکه نورستان کې د دې ډول پېښو یو بل تریخ اړخ دی چې په کار ده په اړه یې غور وشی او د امکان تر بریده دغه وسایل چمتو کړای شی.
دا هم باید له یاده و نه باسو چې په نوره دنیا کې د اور وژنې یا په ټوله کې د طبیعی پېښو د مخنیوی د عصری وسایلو تر څنګ هلته تر پېښېدو مخکې د پېښې د علاج د فورمول په اساس د کورونو، مارکېټونو او نورو تعمیراتو د بنسټ اېښودو پر وخت دې مسایلو ته پاملرنه کېږی او لاره چاره یې برابرېږی.
اوس چې زمونږ یو شمېر تعمیرونه زاړه دی او بل اړخ ته د اور وژنې ډېر عصری او مجهز وسایل هم په لاس کې نه لرو، نو ولس ته په کار ده چې له یوه او بل سره د مرستې د لاس ورکونې په دود، په ګډه د دې پېښو د پېښېدو څخه د مخنیوی او تر څنګ یې په طبیعی پېښو او آفتونو کې کم تر کمه د انسانی تلفاتو د مخنیوی او یا د هغې د کچې د کمېدو لپاره سره لاس په کار شی. باید په یاد ولرو چې که مو همدا ذهنیت وی چې طبیعی پېښې او آفتونه په هر حال پېښېږی او مخنیوی یې ممکن ندی، تر دې به لا زیات انسانی تلفات او مالی زیانونه وګالو او که په خپله لاس په کار هم نشو، هېڅ څوک او هېڅ قوت مو له تلفاتو او زیانونو نشی ژغورلای.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ