کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۵ مه نېټه):
د عامې روغتیا وزارت له لوری په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوی، چې د عامې روغتیا د سرپرست وزیر قلندر عباد د یو پلاوی په مشرۍ رسمی سفر باندې قطر هېواد ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزارت په دغه خبرپاڼه کې د یاد سفر موخه له قطر سره د روغتیایی خدمتونو د همغږۍ، افغان ډاکټرانو لپاره د ظرفیت لوړونې په برخه کې د زمینې برابرول او په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ او پانګونې په اړه خبرې_اترې ښودل شوې دی.
ټاکل شوې چې نوموړی د دغه هېواد له یو شمېر روغتیایی مسوولینو سره لیده_کاته ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ