معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي.

دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوري جوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانګې اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي،  چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاري او همغږي لا پراخه او پياوړې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس