د عامې روغتیا سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلی.

دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیایی مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوری جوړ شوی، په روغتیایی برخه کې د پانګې اچونې او د ساری ناروغیو د کنټرول او مخنیوی په اړه خبرې کړې دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلی یې دی،  چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاری او همغږی لا پراخه او پیاوړې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.