کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران له مرستیال سفیر سره دغه کتنه کې د کابل په افشار سیمه کې د سرطانی ناروغیو د درملنې د مرکز د کارونو، په بامیان کې د ایران له لوری د جوړېدونکی روغتون د کارونو د پرمختګ او په ننګرهار کې د شکر ناروغانو د درملنې لپاره د جوړ شوی مرکز د روغتیایی خدماتو په اړه بحث او خبرې شوې دی.
ډاکټر قلندر عباد په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیایی خدماتو په برخه کې د ګډو همکاریو پر لا ښه والی ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ