معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې د اېډز ناروغي کمه شوې

د عامې روغتیا وزارت وایي، هېواد کې د اېډز ناروغي کمه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د HIV په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللي او یا کمې شوې دي.

دغه وزارت همدا راز زیاتوي، چې دوی په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دي او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دي، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصي وسایلو نشتوالی د یوې لویې ستونزې سره مخ کړي.

بل لور د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ويلي، د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په‌ اېډز اخته دي، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د HIV یا ایډز درملنې ته لاسرسی نه‌ لري او هره ورځ  شاوخوا ۱۷ سوه کسان له دې ناروغۍ ژوند بایلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس