د عامې روغتیا وزارت وایی، هېواد کې د اېډز ناروغی کمه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳  نېټه):

د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایی، په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د هڅو او د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ په پایله کې د HIV په څېر ډېرې ناروغۍ له منځه تللی او یا کمې شوې دی.

دغه وزارت همدا راز زیاتوی، چې دوی په ټول هېواد کې د خدمتونو د پراخولو په لټه کې دی او ډېر پروګرامونه یې تر لاس لاندې دی، خو په دې برخه کې د اسانتیاوو او د تشخیصی وسایلو نشتوالی د یوې لویې ستونزې سره مخ کړی.

بل لور د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام ویلی، د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان په‌ اېډز اخته دی، چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کچه ډېره ټیټه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په نړۍ کې ۹.۲ میلیون خلک د HIV یا ایډز درملنې ته لاسرسی نه‌ لری او هره ورځ  شاوخوا ۱۷ سوه کسان له دې ناروغۍ ژوند بایلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.