کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې یا “ICJ” په غزه کې د اسراییلو کړنې نسل وژنه بللې او حکم یې کړی، چې اسراییل دې د فلسطنیانو له وژلو لاس واخلي.
د خبر پر بنسټ، یادې محکمې دغه راز ویلي، چې فلسطیني وګړو ته دې د بشري مرستو د رسېدو اجازه ورکړل شي.
دغې محکمې د ۱۵موافقو او دوو مخالفو رایو له اسراییلو څخه غوښتي، چې په غزه کې د نسل وژنې د کړنو د مخنیوي لپاره ټول اقدامات عملي کړي.
له دې سره یادې محکمې د جنوبي افریقا او اسراییلو په دعوا کې د جنوبي افریقا په ګټه پرېکړه کړې او د اسراییلو غوښتنه یې رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې جنوبي افریقا د اسراییلو له لوري په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې وړاندې دغې محکمې ته له اسراییلو څخه شکایت کړی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/