کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې یا “ICJ” په غزه کې د اسراییلو کړنې نسل وژنه بللې او حکم یې کړی، چې اسراییل دې د فلسطنیانو له وژلو لاس واخلی.
د خبر پر بنسټ، یادې محکمې دغه راز ویلی، چې فلسطینی وګړو ته دې د بشری مرستو د رسېدو اجازه ورکړل شی.
دغې محکمې د ۱۵موافقو او دوو مخالفو رایو له اسراییلو څخه غوښتی، چې په غزه کې د نسل وژنې د کړنو د مخنیوی لپاره ټول اقدامات عملی کړی.
له دې سره یادې محکمې د جنوبی افریقا او اسراییلو په دعوا کې د جنوبی افریقا په ګټه پرېکړه کړې او د اسراییلو غوښتنه یې رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې جنوبی افریقا د اسراییلو له لوری په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې وړاندې دغې محکمې ته له اسراییلو څخه شکایت کړی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ