د علماو او مشرانو ستر غونډه؛ قاضی القضات: د اسلامی نظام مخالفت ناروا دی باید ځای ترې وساتل شی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) په کابل کې د علماو او مشرانو سترې غونډه کې د اوسنی اسلامی نظام مخالفت ناروا عمل وبلل شو.
د ا.ا امارت د سترې محکمې رییس او قاضی القضات شیخ الحدیث مولوی عبدالحکیم حقانی په کابل کې د عالمانو سترې غونډې ته په خبرو کې ویلی چې دا د ټولو عالمانو مسوولیت دی چې په خپلو جوماتونو، کلیو، مدرسو او هر ځای کې خلکو ته ووایی چې د اسلامی نظام مخالفت ناروا عمل دی چې باید ځای ترې وساتی.
نوموړی زیاته کړې ده چې د ا.ا ټول اصول پر اسلامی قوانینو ولاړ دی، که ظاهراً امارت ته په یو کار کې ډېرې مادی ګټې وی؛ خو چې اسلامی قوانین یې نه ایجابوی، هغه یې پرې ایښی دی.
هغه دغه راز ویلی چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو وروسته ټول مخالفین بخښل شوی دی او آن هغوی ته په مجلس کې هم د هغوی د جرمونو په اړه یادونه نه کېږی چې د ده په خبره، دا د یو نظام له لوری د ډېر ګذشت مانا لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.