د عمران خان څرکندونو ته د کرزی غبرګون؛ د افغانستان په چارکو دې لاسوهنه نه کوی

ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی د عمرخان د هغو څرګندونو په غبرګون چې دغه هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوی.
حامد کرزی پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلی چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې اچونې هڅه پیل کړې او په وینایې، د ده دا چاره په ښکاره د افغانانو سپکاوی دی.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامی همکاریو سازمان غونډې ته دا هم ویلی چې، طالبان ډېری پښتانه دی او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ دې ته حاضرېږی چې ان د امتیازونو په بدل کې خپلې لورانې ښوونځیو ته واستوی.
عمران خان په ورته وخت کې په افغانستان کې د اسلامی دولت یاد داعش ډلې پر شتون او د فعالیتونو پر پراخېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
ده څرګنده کړې چې که نړۍ د داعش ډلې له منځه وړل غواړی، باید په افغانستان کې د حکومت په پیاوړتیا کې مرسته وکړی.
خو حامدکرزی بیا څرګنده کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون اوازې د پاکستان د حکومت ناوړه تبلیغات دی او په خبره یې، دا څرګندونې برعکس دی او زیاتوی چې داعش ډله له پاکستان څخه افغانستان ته ګواښ پېښوی.
د یادونې وړ ده چې د اسلامی همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ځانګړې ناسته د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.