معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د عمران خان ګوند په ټاکنو کې د انصاف غوښتنه کړې

د عمران خان ګوند په ټاکنو کې د انصاف غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عمران خان د ګوند اوسني مشر ګوهر خان د دغه هېواد په ټولو ادارو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړیو پایلو او حق ته دې درناوی وکړي.

هغه ادعا کړې چې په تولټاکنو کې یې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړي، خو د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ ۱۰۲ اعلان کړې دي.

بل لور بیا د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند هم په یادو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان خلکو ګوند سره به په ګډه ایتلافي حکومت جوړوي.

وروستۍ پایلې که څه هم تر دې دمه نه دي اعلان شوي، خو لومړنۍ پایلې ښیي چې د تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې تر نورو مخکښ دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس