کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عمران خان د ګوند اوسنی مشر ګوهر خان د دغه هېواد په ټولو ادارو غږ کړی، چې د دوی د ګوند ترلاسه کړیو پایلو او حق ته دې درناوی وکړی.
هغه ادعا کړې چې په تولټاکنو کې یې ۱۷۱ څوکۍ ترلاسه کړی، خو د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د دغه ګوند ګټلې څوکۍ ۱۰۲ اعلان کړې دی.
بل لور بیا د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند هم په یادو ټاکنو کې ځان بریالی اعلان کړی او ویلی یې دی، چې د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان خلکو ګوند سره به په ګډه ایتلافی حکومت جوړوی.
وروستۍ پایلې که څه هم تر دې دمه نه دی اعلان شوی، خو لومړنۍ پایلې ښیی چې د تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې تر نورو مخکښ دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ