کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۳ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په غزه کې د اسراییلی ځواکونو د عملیاتو له پیله چې څه باندې دوه میاشتې کیږی، تېره ورځ دغو ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ مرګ – ژوبله اوښتې.
د اسراییلی اشغالګرو پر څو ټانکونو د ماین چاودنو ترڅنګ د رویټرز خبری آژانس د راپور پربنسټ، چې اسراییلی ځواکونو ورته ویلی، د حمـ.ـاس جنګیالیو د یوه کمین په ترڅ کې له نهو ډېر سرتیری ووژل شول.
ځینو اسراییلی رسنیو ویلی، د غزې جګړې د پیل راهیسې یې په لسګونه اسراییلی پوځیان وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل دی.
د رسنیو په خبره ټپیانو کې له ۳ زرو ډېر یې دایمی توګه معیوب شوی دی.
خپلواکې رسنۍ وایی، غزه جګړه کې د اسراییلی اشغالګرو تلفات بیخی زیات دی، خو چارواکی دغه ارقام له رسنیو سره نه شریکوی.
د اسراییلو د اشغال خلاف جنګېدونکی فلسطینیان وایی، په کلک هوډ یې اسراییلیانو ته غاښ ماتوونکی ځوابونه ورکړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ