کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی ورځپاڼې یدیعوت احرونوت په خپل یو راپور کې ویلی، چې د جګړو له امله زرګونه اسراییلی سرتېری روانی ستونزو سره مخ دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه ۶ سرتېرو ځان وژنه کړې، خو پوځ د دې شمېرې له بشپړ خپرولو ډډه کړې.
سرچینې وایی، روانې جګړې په ځانګړې توګه غزه او لبنان کې د پوځ پر سرتېرو ژور اغېز کړی او زرګونه یې د روانی درملنې لپاره ډاکټرانو ته مراجعه کړې ده.
د دې ترڅنګ اسراییلی پوځ د سرتېرو کمښت سره هم مخ دی او ډېری احتیاطی سرتېری د جګړې لپاره پوځ ته نه حاضریږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ