کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلی، چې د غزې روغتیایی سیسټم د اسراییلی اشغالګرو د پرلپسې بریدونو له امله سخت زیانمن شوی.
د دوی په وینا یادو روغتونونو کې د اړتیا وړ توکو، درملو، تېلو او د طبی کارمندانو کمښت بله هغه ننګونه ده، چې له امله یې د روغتونونو فعالیت ځپل شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوی چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې غزه کې پر روغتیایی خدماتو لږ تر لږه ۵۱۶ بریدونه شوی، چې په ترڅ کې یې ۷۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو بل لور د غزې روغتیا وزارت چارواکی وایی، په روانه جګړه کې له زرو زیات روغتیایی کارکوونکی په نښه او وژل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره له څه باندې یو کال راهیسې پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د خونړی برید له امله د فلسطین په خاوره کې تر شپږ سلنې زیات وګړی شهیدان او یا هم ټپیان شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ