کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی یدیعوت احرنوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلی عسکرو د تلفاتو شمېر په بې ساری ډول زیات شوی.
یادې ورځپاڼې ویلی، چې په روانه جګړه کې تر ۱۰ زورو پورې اسراییلی عسکرو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
دا ورځپاڼه زیاتوی، چې هره میاشت تر زرو پورې اسراییلی عسکر د دفاع وزارت روانی صحی مراکزو ته د درملنې لپاره مراجعه کوی.
بلخوا اسراییلی اشغالګر پوځ په یاده جګړه کې تر دمګړۍ د خپلو یوازې ۶۸۹ عسکرو د وژل کېدو او ۴ زره ۲۵۲ تنو د ژوبل کېدو پخلی کړی، چې یاد ارقام له حقیقی شمېرو سره په ټکر کې دی.
اسراییلی ازادې رسنۍ ادعا کوی، چې د پوځ لخوا خپاره شوی ارقام د جګړې د تلفاتو د کم ښودلو هڅه ده او له دې لارې غواړی، چې د اسراییلی پوځ روحیات وساتی.
د مرګ – ژوبلې ترڅنګ اسراییلی آزادې رسنۍ وایی، زرګونه نور اسراییلی پوځیان چې له جګړې را ګرځېدلی، په روانی ناروغیو اخته شوی دی.
په دغه روانه جګړه کې زرګونه اسراییلی ټانګونه، شوبلې او موټرې هم له منځه تللی او یو شمېر اسراییلی ډرون الوتکې د فلسطین جهادی ډلو نیولی هم دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ