معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د غور سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

د غور سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ سېلاب ځپلې کورنۍ چې د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوي وايي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وایي، تر اوسه د حکومت سربېره هېڅ مرستندویه بنسټ له دوی سره مرسته نه ده کړې او دمګړۍ د خوراک او څښاک لپاره څه نه لري.

دغه سېلاب ځپلي وایي، وروستیو سېلابونو کې یې خپله ټول شته له لاسه ورکړي او مرستو ته سترګې پر لار دي.

دوه نیمې میاشتې وړاندې د غور مرکز فیروز کوه ښار څنډو کې ویجاړونکو سېلابونو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ سختې وځپلې، چې د راپورونو پر بنسټ زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس