د غور سېلاب ځپلی د بېړنیو مرستو غوښتنه کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ سېلاب ځپلې کورنۍ چې د دغه ولایت مرکز ته بې ځایه شوی وایی، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

دوی وایی، تر اوسه د حکومت سربېره هېڅ مرستندویه بنسټ له دوی سره مرسته نه ده کړې او دمګړۍ د خوراک او څښاک لپاره څه نه لری.

دغه سېلاب ځپلی وایی، وروستیو سېلابونو کې یې خپله ټول شته له لاسه ورکړی او مرستو ته سترګې پر لار دی.

دوه نیمې میاشتې وړاندې د غور مرکز فیروز کوه ښار څنډو کې ویجاړونکو سېلابونو د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ سختې وځپلې، چې د راپورونو پر بنسټ زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.