ګهیځ: نن دوشنبه (د ۱۴۰۱کال د وری لومړۍ او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د فرانسې د سره صلیب ادارې ور سره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د ‘کووېډ-۱۹’ یا په کرونا د اخته ناروغانو د درملنې روغتونونه بېرته پرانېزی.
د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر رسنیو ته ویلی، چې وزارت یې بریالی شوی چې د ‘کووېډ-۱۹’ ناروغانو د درملنې د پنځو روغتونونو لپاره د تمویل مالی سرچینې پیدا کړی.
ښاغلی هژیر زیاتوی: “په هغه سفر کې چې د روغتیا سرپرست وزیر د نورو وزارتونو له پلاوو سره جینوا ته درلود، هلته د ای ار سی په نوم یوه بنسټ ژمنه وکړه چې د «کووېډ-۱۹» ټول روغتونونه به فعال کړی.”
پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو مخکې په دې هېواد کې ۳۸ روغتونونه فعال و.
گهیځ