معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د فلسطین د اسراییلو روان یرغل او قتل عام پر وړاندې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې

د فلسطین د اسراییلو روان یرغل او قتل عام پر وړاندې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د فلسطین ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې پر سهار د رفح د کډوالو پر کمپ اسراییلي بریدونه وحشیانه بللي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې فلسطیني سیمو کې د اسراییلو دغه یرغل د مخنیوي لپاره دې مداخله وکړي.

د غزې روغتیایي چارواکو د یکشنبې په ورځ یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېره لا هم مخ په لوړه روانه ده.

د خبر له مخې د اسرابیلي اشغالګرو په وروستي برید کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر اوسه د اسراییلي اشغالګرو په بریدونو کې د نږدې ۸۱ زره کسانو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

غزه کې د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې په جبالیه ښار، نصیرات، د غزې د ښار او شمال لویدیځ رفح په ګډون په مختلفو سیمو کې د ملګرو ملتونو تر لسو زیات پناه ځایونه د هوايي بریدونو لاندې راوستي دي.

د غزې د تړانګې په شمال لوېدیځ رفح ښار کې، چېرې چې په زرګونه بې ځایه شوي فلسطینیان د پناه اخیستو لپاره مېشت شوي، د اسراییلي اشغالګرو تر بریدونو لاندې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس