د فلسطین د اسراییلو روان یرغل او قتل عام پر وړاندې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربی رسنیو راپور ورکړی، چې د فلسطین ولسمشرۍ دفتر د دوشنبې پر سهار د رفح د کډوالو پر کمپ اسراییلی بریدونه وحشیانه بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې فلسطینی سیمو کې د اسراییلو دغه یرغل د مخنیوی لپاره دې مداخله وکړی.

د غزې روغتیایی چارواکو د یکشنبې په ورځ یوه خبری ناسته کې ویلی، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېره لا هم مخ په لوړه روانه ده.

د خبر له مخې د اسرابیلی اشغالګرو په وروستی برید کې ۸۱ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۳ نور ټپیان شوی دی.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تر اوسه د اسراییلی اشغالګرو په بریدونو کې د نږدې ۸۱ زره کسانو د ټپی کېدو پخلی شوی دی.

غزه کې د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې اسراییلی ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګې په جبالیه ښار، نصیرات، د غزې د ښار او شمال لویدیځ رفح په ګډون په مختلفو سیمو کې د ملګرو ملتونو تر لسو زیات پناه ځایونه د هوایی بریدونو لاندې راوستی دی.

د غزې د تړانګې په شمال لوېدیځ رفح ښار کې، چېرې چې په زرګونه بې ځایه شوی فلسطینیان د پناه اخیستو لپاره مېشت شوی، د اسراییلی اشغالګرو تر بریدونو لاندې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.