کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم له مخې د مانیلا په نړیوال هوایی ډګر کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، دوترتې هغه مهال ونیول شو، چې له هانګ کانګ څخه فلیپین ته راستون شوی و.
نړیواله محکمه هغه د خپلې واکمنۍ پرمهال د مخدرو موادو ضد عملیاتو پر مهال د ترسره شویو وژنو له امله د بشریت ضد جنایتونو په تور نیولی دی.
دوترتې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۲ کاله د فلیپین ولسمشر و او د ده له لوری پیل شوی عملیاتو کې زرګونه کسان مړه او ټپیان شوی، چې له همدې امله د نړیوالو بشری حقونو بنسټونو له پراخو نیوکو سره مخ و.
د فلیپین امنیتی چارواکو ویلی، چې دوترتې به د نړیوالې محکمې له لوری د عدلی پروسې لپاره تسلیم او د ده د قضیې نور جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ