د فواید عامې وزارت د کابل- جلال آباد لویې لارې د بېرته خلاصېدو خبر ورکړی دی

کابل(ګهیځ نیوز- د کب ۸مه):
د ټولګټو (فواید عامې )وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی دی چې د کابل- جلال آباد لویه لار چې تېره شپه د یوه ټانکر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوې ده.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی چې دغه لویه لاره، د ټولګټو وزارت اړوند د ماهیپر د ساتنې او څارنې ریاست د پرسونل له خوا د ترافیکی وسایطو د تګ -راتګ لپاره خلاصه کړای شوه.
په خبر پاڼه کې همدا راز ویل شوی دی چې دا لویه لار نن تر غرمې وروسته شا او خوا دوه بجې د هر ډول ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د یادونې وړ ده چې یاده لویه لاره، تېره شپه ناوخته د ماهیپر په سیمه کې د یوه ټېلر ډوله موټر د چپه کېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، چې د فواید عامې وزارت په وینا بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
نن سهار وختی د لغمان د ترافیکو مدیر مولوی حسیب الله مبارز رسنیو ته ویلی و چې په دغه ټېلر کې اوبلن ګاز بار و او د موټرچلونکی د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.