د فوټبال ۱۷ کلنې ملی لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنې ملی لوبډلې کوربه تاجکستانۍ لوبډلې ته یو په صفر ماتې ورکړه.

دغه لوبه تېره شپه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د مرکزی اسیا فوټبال اتلولیو سیالیو په لړ کې ترسره شوه، چې په کې افغان لوبډلې کوربه تاجکستان ته ماتې ورکړه.

دا د افغان لوبډلې دوهمه پرلپسې بریا ده. د فوټبال ۱۷ کلنې افغان ملی لوبډلې تر دې وړاندې  د قرغزستان لوبډلې ته هم دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د مرکزی اسیا ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کیږی، چې د زمری میاشتې پر ۲۷مه نېټه پیل شوې او د وږی میاشتې تر ۳مې نېټې به دوام وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.