د قرغزستان غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان پر ملاتړ ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د امریکا او منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو استازو د افغانانو د ملاتړ او سیمه کې د ټیکاو او امنیت لپاره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.
د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د قزاقستان په پلازمېنې آستانه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا د ځانګړو استازو د تېرې اونۍ د هغې ځانګړې غونډې اعلامیه تېره شپه خپره کړې، چې په کې پر سیمه د افغانستان د اوسنی وضعیت پر اغېزونو او په دې اړه د دوی د همکارۍ پر فرصتونو خبرې شوی.
په اعلامیه کې راغلی، سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده چې د داسې متحد، خپلواک، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړی، چې ترهګری په کې نه وی او د ښځو او نجونو په ګډون یې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کیږی.
راپور زیاتوی، د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې بشری او اقتصادی وضعیت هم جدی بللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.