ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمری/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د قرغزستان ولسمشر وایی، دی هیله من دی چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به د افغانستان په برخه کې خپل ګامونه په پوره همغږۍ کې اوچت کړی.
انټرفکس خبری آژانس تېره ورځ (جمعه/ چنګاښ۳۱مه) د قرغزستان د ولسمشر صدیر جباروف له قوله وویل، چې د افغانستان وضعیت لاهم د اټکل وړ نه دی او د ثبات لپاره یې باید هڅې و شی.
تمه ده چې د جولای په ۲۸ او ۲۹ مه به د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې قرغزستان یې هم غړی دی، د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه بحث وشی.
گهیځ