کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی دی او د دغه هېواد له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره یې لیدلي دي.
د خبر پر بنسټ علي خامنه يي د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره په دې کتنه کې د ایران او قطر ترمنځ موافقو ته په اشارې سره ویلي، چې تهران کې رامنځته شوې موافقې باید د دواړو هېوادونو په ګټه وي او دواړه خواوې باید د پخوا په پرتله د خپلو ګاونډیو دندو د ترسره کولو توان ولري،
بل لور د قطر امیري محکمې په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغه هېواد امیر او علي خامنه يي د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې – اترې کړي.
د قطر امیر په داسې حال کې ایران ته سفر کړی، چې له دې وړاندې هند ته په دوه ورځني سفر تللی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/