کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی د یو پلاوی په مشرۍ ایران ته تللی دی او د دغه هېواد له مذهبی مشر ایت الله خامنه یی سره یې لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ علی خامنه یی د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثانی سره په دې کتنه کې د ایران او قطر ترمنځ موافقو ته په اشارې سره ویلی، چې تهران کې رامنځته شوې موافقې باید د دواړو هېوادونو په ګټه وی او دواړه خواوې باید د پخوا په پرتله د خپلو ګاونډیو دندو د ترسره کولو توان ولری،
بل لور د قطر امیری محکمې په یوه بیان کې لیکلی، چې د دغه هېواد امیر او علی خامنه یی د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې – اترې کړی.
د قطر امیر په داسې حال کې ایران ته سفر کړی، چې له دې وړاندې هند ته په دوه ورځنی سفر تللی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ