د قطر او افغانستان د لوړ پوړو پلاوو لیدنه؛ د هوایی ډګرونو د قراردادونو پر سر خبرې شوی

د قطر او افغانستان د لوړ پوړو پلاوو لیدنه؛ د هوایی ډګرونو د قراردادونو پر سر خبرې شوی
ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۵مه او د اپرېل میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی او ور سره پلاوی د قطر د لومړی وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې په یاده لیدنه کې د هوایی ډګرونو او اړوندو قراردادونو باندې بحث وشو.
بلخی وایی: “په دې ناسته کې په یو لړ سیاسی او اقتصادی موضوعاتو بر سیره د افغانستان د میدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې لا تروسه پرې دواړه طرفونه توافق ته نه دی رسېدلی “.
د نوموړی په وینا، دواړو لورو هغه ټکی په نښه کړل چې لا ډېر بحث او وضاحتونو ته اړتیا لری.
د معلوماتو له مخې، له پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنیکی ډلې، د افغان هوایی ډګرونو د بیا فعالېدو په تړاو یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه، په ګډه کار کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.