معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د قطر درېیمه غونډه، امیدونه او اندېښنې!

د قطر درېیمه غونډه، امیدونه او اندېښنې!

دا دی تر اوږدو بحثونو او ناندریو وروسته بالآخره د قطر د عربي هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه درېیم نړیوال کنفرانس تر دوه ورځو بحثونو او ناستو وروسته پای ته ورسید.

د افغانستان په اړه د دوحې په دغه درېیم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اوسني حکومت په استازیتوب د حکومت مرکزي ویاند او څو تنو تنو نورو پکې ګډون کړی وو، تر ډېره بریده یې بحثونه پدې راڅرخېدل چې د افغانستان اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومني او د افغان لوري دا غوښتنه هم په زغرده او پوره جدیت مطرح شوه چې پر افغان حکومت دې لګېدلي نړیوال بندیزونه ختم کړای شي او د افغانستان د اوسني حکومت مشرانو ته دې اجازه ورکړل شي چې په آزاده بڼه د نړۍ هرې خواته سفر وکړي.

د رسنیزو راپورونو له مخې پدې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سولې او سیاست په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې مېرمن “روزماري دیکلودو” یې مشري کوله، د ۲۵ هېوادو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

په ټوله کې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د ګډونوالو له اړخه ګټوره بلل شوې ده، په ناسته کې د افغانستان د اوسني حکومت د استازو ګډون، د افغانستان د ستونزو او کړاوونو په اړه نېغ په نېغه خبرې او پر افغانستان او افغانانو د لګېدلیو بندیزونو په تړاو خبرې او بحث، د افغانستان په اړه د قطر د درېیمې ناستې مثبت او با ارزښته ټکي او پیغامونه ګڼلای شو.

پرته له شکه د افغانستان په اړه د هرې بلې غونډې او ناستې په توګه د قطر درېیمې غونډې هم یو لړ نیمګړتیاوې او د ضعف ټکي له ځان سره درلودل چې سترګې نشي پرې پټېدای، خو د ټولو نیمګړتیاوو تر څنګ یې دا بریا او لاسته راوړنه هم درلوده چې د افغانستان د کشالې د یوه اصلي لوري او د دې ستونزې د یوه اصلي طرف او لوري په توګه د افغانستان د اوسني حاکم نظام استازيو پکې ګډون درلود او له نړیوالو سره یې نېغ په نېغه د دې هېواد د ستونزو په تړاو بحث او مناقشه وکړه.

پرته له شکه د افغانستان د اوسني حکومت له اړخه د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د نسبتاً ټېټ پوړي پلاوي لېږل او په غونډه کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر ځای د حکومت د ویاند ګډون، یو داسې ټکی دی چې د نړۍ په کچه ورته ډېرو کسانو ګوته ونیوله او په تړاو یې یو لړ پوښتنې او اندېښنې رامینځ ته شوې، اما دا په ټوله کې د هر دولت په سیاست او پالیسۍ پورې تړاو لري چې کومې ناستې ته څوک ولېږي او څوک کولای شي په کوم ستیژ د افغانستان ښه استازیتوب وکړای شي.

د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان پلاوي د مشر دا خبره چې پدې ناسته کې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو ته په صراحت سره ورسېدل، په خپله د دې ناستې د یوې مهمې برخې په توګه یادولای شو، لکه څه ډول چې د دوحې د درېیمې ناستې مشرې او د سولې او سیاست په چارو کې د ملګروملتو سازمان د سرمنشي مرستیالې مېرمن “روزماري دیکلودو” دا څرګندونې چې ویل یې که څه هم دا په قطر کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه ده خو په خبره یې دا لومړی ځل ؤ چې افغان چارواکي او د ملګرو ملتونو سازمان په دومره مفصل ډول سره وغږیدل او په اړونده مسایلو یې خبرې وکړې.

جوته خبره ده چې ناستې او غونډې په هر ډول چې وي او په هره کچه چې پلاوي پکې ګډون وکړي د روغې جوړې او ټیکاو نښه ګڼل کېږي او تر جګړې او مخالفت سل ځله مثبتې او ګټورې وي، د افغانستان په تړاو د قطر د درېیمې غونډې یو مثبت اړخ هم همدا ؤ چې د افغانستان د حاکم ټیم استازو پکې ګډون درلود او تر پنځوسو د زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او پلاوو وکولای شول خپلې اندېښنې له دوی سره شریکې کړي او په ورته ډول د دوی خبرې او نظریات هم واوري او له ځان سره یې یاد داشت کړي.

اوس دا چې د افغانستان په تړاو د قطر د درېیمې غونډې پریکړې، مشورې او وړاندیزونه به تر کومه بریده د عمل جامه واغوندي، بېله خبره ده ځکه متأسفانه نه یوازې د افغانستان په تړاو چې د ټولې نړۍ او په تېره بیا اسلامي هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړې او دریځونه، لکه څه ډول چې د یوه نړیوال سازمان لپاره اړینه ده، داسې بڼه نه خپلوي.

خو د دې سره سره دا هم باید له یاده و نه باسو چې خوار او جګړه ځپلی افغانستان چې د وګړیو څو نسله یې د جګړې او بدمرغیو په لمن کې را لوی شوي او هېواد یې د همدې جګړو له برکته په کنډواله بدل شوی، په هر حال کې د جګړو او نا خوالو پر ځای خبرو اترو او ډیالوګ ته لومړیتوب ورکوي او هغه غوره ګڼي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس