دا دی تر اوږدو بحثونو او ناندریو وروسته بالآخره د قطر د عربی هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه درېیم نړیوال کنفرانس تر دوه ورځو بحثونو او ناستو وروسته پای ته ورسید.
د افغانستان په اړه د دوحې په دغه درېیم نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اوسنی حکومت په استازیتوب د حکومت مرکزی ویاند او څو تنو تنو نورو پکې ګډون کړی وو، تر ډېره بریده یې بحثونه پدې راڅرخېدل چې د افغانستان اوسنی حکومت باید د نړیوالو غوښتنې ومنی او د افغان لوری دا غوښتنه هم په زغرده او پوره جدیت مطرح شوه چې پر افغان حکومت دې لګېدلی نړیوال بندیزونه ختم کړای شی او د افغانستان د اوسنی حکومت مشرانو ته دې اجازه ورکړل شی چې په آزاده بڼه د نړۍ هرې خواته سفر وکړی.
د رسنیزو راپورونو له مخې پدې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سولې او سیاست په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشی مرستیالې مېرمن “روزماری دیکلودو” یې مشری کوله، د ۲۵ هېوادو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.
په ټوله کې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د ګډونوالو له اړخه ګټوره بلل شوې ده، په ناسته کې د افغانستان د اوسنی حکومت د استازو ګډون، د افغانستان د ستونزو او کړاوونو په اړه نېغ په نېغه خبرې او پر افغانستان او افغانانو د لګېدلیو بندیزونو په تړاو خبرې او بحث، د افغانستان په اړه د قطر د درېیمې ناستې مثبت او با ارزښته ټکی او پیغامونه ګڼلای شو.
پرته له شکه د افغانستان په اړه د هرې بلې غونډې او ناستې په توګه د قطر درېیمې غونډې هم یو لړ نیمګړتیاوې او د ضعف ټکی له ځان سره درلودل چې سترګې نشی پرې پټېدای، خو د ټولو نیمګړتیاوو تر څنګ یې دا بریا او لاسته راوړنه هم درلوده چې د افغانستان د کشالې د یوه اصلی لوری او د دې ستونزې د یوه اصلی طرف او لوری په توګه د افغانستان د اوسنی حاکم نظام استازیو پکې ګډون درلود او له نړیوالو سره یې نېغ په نېغه د دې هېواد د ستونزو په تړاو بحث او مناقشه وکړه.
پرته له شکه د افغانستان د اوسنی حکومت له اړخه د دوحې د درېیمې ناستې لپاره د نسبتاً ټېټ پوړی پلاوی لېږل او په غونډه کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر ځای د حکومت د ویاند ګډون، یو داسې ټکی دی چې د نړۍ په کچه ورته ډېرو کسانو ګوته ونیوله او په تړاو یې یو لړ پوښتنې او اندېښنې رامینځ ته شوې، اما دا په ټوله کې د هر دولت په سیاست او پالیسۍ پورې تړاو لری چې کومې ناستې ته څوک ولېږی او څوک کولای شی په کوم ستیژ د افغانستان ښه استازیتوب وکړای شی.
د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه ناسته کې د افغان پلاوی د مشر دا خبره چې پدې ناسته کې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو ته په صراحت سره ورسېدل، په خپله د دې ناستې د یوې مهمې برخې په توګه یادولای شو، لکه څه ډول چې د دوحې د درېیمې ناستې مشرې او د سولې او سیاست په چارو کې د ملګروملتو سازمان د سرمنشی مرستیالې مېرمن “روزماری دیکلودو” دا څرګندونې چې ویل یې که څه هم دا په قطر کې د افغانستان په تړاو درېیمه غونډه ده خو په خبره یې دا لومړی ځل ؤ چې افغان چارواکی او د ملګرو ملتونو سازمان په دومره مفصل ډول سره وغږیدل او په اړونده مسایلو یې خبرې وکړې.
جوته خبره ده چې ناستې او غونډې په هر ډول چې وی او په هره کچه چې پلاوی پکې ګډون وکړی د روغې جوړې او ټیکاو نښه ګڼل کېږی او تر جګړې او مخالفت سل ځله مثبتې او ګټورې وی، د افغانستان په تړاو د قطر د درېیمې غونډې یو مثبت اړخ هم همدا ؤ چې د افغانستان د حاکم ټیم استازو پکې ګډون درلود او تر پنځوسو د زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو او پلاوو وکولای شول خپلې اندېښنې له دوی سره شریکې کړی او په ورته ډول د دوی خبرې او نظریات هم واوری او له ځان سره یې یاد داشت کړی.
اوس دا چې د افغانستان په تړاو د قطر د درېیمې غونډې پریکړې، مشورې او وړاندیزونه به تر کومه بریده د عمل جامه واغوندی، بېله خبره ده ځکه متأسفانه نه یوازې د افغانستان په تړاو چې د ټولې نړۍ او په تېره بیا اسلامی هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړې او دریځونه، لکه څه ډول چې د یوه نړیوال سازمان لپاره اړینه ده، داسې بڼه نه خپلوی.
خو د دې سره سره دا هم باید له یاده و نه باسو چې خوار او جګړه ځپلی افغانستان چې د وګړیو څو نسله یې د جګړې او بدمرغیو په لمن کې را لوی شوی او هېواد یې د همدې جګړو له برکته په کنډواله بدل شوی، په هر حال کې د جګړو او نا خوالو پر ځای خبرو اترو او ډیالوګ ته لومړیتوب ورکوی او هغه غوره ګڼی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ