د قطر دوهمه ناسته؛ زمونږ برخلیک د چا له خوا ټاکل کېږی؟

پدې وروستیو څو کلونو کې د قطر عربی هېواد د افغانستان په تړاو د پرله پسې ناستو، مجلسونو او کنفرانسونو کوربه وی چې کله نا کله داسې ګومان پیدا کېږی چې دا عربی هېواد هم هماغه رول لوبوی چې په اتیایمه او نویمه زېږدیزو کلونو کې زمونږ ګاونډی هېواد پاکستان د افغانستان په تړاو درلود او همغسې هلې ځلې او هڅې یې درلودې او تقریباً د افغانستان په تړاو هره وړه او غټه ناسته به یا په پاکستان کې جوړېده یا به پاکستان پکې تر نورو مهم رول درلود.

د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنې په ورځو کې د دوهم ځل لپاره د قطر هېواد پلازمېنه دوحه یو ځل بیا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان تر سرپرستۍ لاندې د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه ؤ چې تېر ځل د غونډې جوړونکو ونه غوښتل په افغانستان کې د حاکم دولت استازی غونډې ته ور و بولی او دا ځل بیا د افغانستان اوسنی حکومت په خپله د دوی یو لړ شرطونو د نه منل کېدو له امله و نه غوښتل په یاده دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړی او د غونډې په پای کې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشی “آنتونیو گوترش” د قطر د وروستۍ ناستې په پای غونډه کې په افسوس سره وویل چې که طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، لا به ښه وای خو دا یې هم زیاته کړه چې: “نه ګډون یې د دې ناستې پایلو ته وېجاړونکې نه دی”

دا چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتو سازمان تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په اړه په جوړه شوې دوه ورځنۍ ناسته کې کوم بحثونه وشول او څه مسایل مطرح شول اوږد بحث دی چې نړیوالو رسنیو د خپلو خبریالانو له قوله او هم د افغانستان د چارو له یو شمېر افغانو او نړیوالو شنونکو سره په بحثونو کې هم څېړلی او ارزولې دی.

خو دا چې دا ډول غونډې او ناستې به تر کومه د افغانستان د اوږدې کشالې لپاره ګټورې وی او پدې ډول غونډو کې به د افغانستان د واکمنې ډلې نه ګډون د دې غونډو او ناستو پر پایلو څومره اغېز ولری، شاید لږ څېړنې او ارزونې ته اړتیا ولری.

په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې نېټې تر کمونیستی کودتا وروسته دغه غلط رواج کښېودل شو چې په اکثره نړیوالو ستیژونو، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې نورو د افغانستان استازیتوب پیل کړ.

په یاد مو دی چې کله د پخوانی شوروی اتحاد یرغلګر ځواکونه په افغانستان کې له یوې نا پتیل شوې جګړې سره مخ شول او بل اړخ ته په نړیواله کچه پرې سیاسی فشارونه زیات شول نو په جینیوا کې یې له پاکستان سره خبرې اترې پیل کړې او له افغانستان څخه د وتلو لپاره یې د اسلام آباد لمنه نیولې وه، پداسې حال کې چې د افغانی مجاهدینو بېلابېلې ډلې په افغانستان او ایران کې پرتې وې او د افغانستان په داخل کې یې له یرغلګرو سره جګړه پر مخ بیوله او دا کیسه د افغانستان په اړه په اکثره جوړیدونکو ناستو او غونډو کې د تاریخ په اوږدو کې همداسې تکراریږی.

دا ځل په قطر کې هم همدې ته ورته کیسه وه، د افغانستان پر ۹۹ سلنې خاورې حاکم نظام او حکومت په هغه ناسته کې ګډون نه درلود چې د افغانستان د برخلیک په اړه جوړه شوې وه، برعکس هغه ډلې ټپلې چې نه یې په افغانستان کې د فزیکی حضور کوم اثر لیدل کېږی او نه یې هم د سیاسی اثر او نفوذ کوم درک لګېږی.

سمه ده چې د افغانستان اوسنی حکومت د بل هر حکومت په څېر ځان ته ستونزې او نیمګړتیاوې لری او هېڅ څوک دا ادعا هم نشی کولای چې سل په سلو کې بریالی دی خو دا هم واقعیت دی چې په نژدې یوه پېړۍ کې د لومړی ځل لپاره داسې حکومت پر افغانستان حاکم دی چې د هېواد پر نهه نوی سلنه خاوره بشپړ حاکمیت لری او واک چلوی.

خو د دې تر څنګ دا هم ده چې افغان حکومت چې له بهر څخه له هر ډول ستونزو او ګواښونو سره مخ دی باید په کور د ننه د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او داسې فضا جوړه کړی چې د هر ډول بهرنی ګواښ پر وخت خلک د هغوی په ملاتړ آواز پورته کړی.

دا هم باید په یاد ولرو چې نن په کور د ننه د افغانانو یوه ستره او اساسی غوښتنه د نجونو د زده کړو د زمینې برابرول دی چې د افغانستان اوسنی حکومت له وار وار ژمنو سره تر اوسه نده عملی کړې.

په هر صورت خبره دا ده چې د افغانستان په اړه هر ډول جوړیدونکې غونډه او ناسته هغه وخت ګټوره او مؤثره تمامیدای شی چې د افغانستان اغېزمن او په صحنه کې د فعال حضور درلودونکی قوتونه پکې ګډون ولری، نه له هېواد څخه تښتیدلی او په بهر کې نارې وهونکی سیاسی شخصیتونه. “پای”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.