د قوش تیپې کانال شاوخوا ځمکو ته منظم پلان جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۷  نېټه):

د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو په مشرۍ د قوش تېپې کانال، له شاوخوا ځمکو څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه د سرپرست حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ یوه غونډه کړې.

د راپور پر بنسټ، په دې غونډه کې چې موخه یې د یاد کانال له شاوخوا ځمکې څخه د ښې ګټې اخیستنې لپاره طرحه جوړول وو، د ځینو وزارتونو سرپرستو وزیرانو او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو.

د طرحې جوړولو په دې غونډه کې ګډونوالو د ځمکې د اجارې، د کانال په شاوخوا کې د اوبو او ځمکې څخه د اغېزمنې ګټې اخستنې، د بوټو د کرلو په اړه د څېړنې او پر خاورې او اقلیم د څېړنې په اړه خبرې – اترې وکړې.

راپور زیاتوی، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو یوې کمېټې ته دنده سپارلې، چې پر دې موضوع کار وکړی او د اړتیا په صورت کې سیمې ته انجنیران هم واستوی، څو په ګډه پرې کار ترسره شی.

د یاد وزارت چارواکو د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد له ملی پانګو څخه بللې او ویلی دی چې دوی به ورته منظم پلان جوړ کړی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.