کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملی پراختیا شرکت ویلی، چې په نږدې راتلونکې کې به د قوش تېپې کانال په مسیر کې چې د اوسپنې پټلۍ او حېرتان ـ مزار شریف لاره پرې ده، د دوو پلونو د جوړونې چارې بشپړې شوی.
د دغه شرکت مسوولین زیاتوی، د قوش تېپې کانال له اوبو به بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره، هم کار واخیستل شی.
په جوزجان کې یو شمېر کروندګر وایی، چې د قوش تېپې کانال له لارې د آمو سیند اوبو ته سترګې په لار دی او له مسوولینو غواړی چې په دې برخه کې لا زیاتې هلې – ځلې وکړی.
د اوبو د مدیریت چارو ځینې شنونکی د قوش تېپې کانال پروژه، د هېواد د اقتصاد او کرنې د پراختیا په برخو کې مهمه ګڼی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ