معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي

د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملي پراختیا شرکت ساحوي انجینرانو ویلي، چې د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې به د روان کال ترپایه بشپړې او عملا به له امو سیند څخه کانال ته د اوبو راګرځولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، چې د قوش تېپې ستر اوبیز ملي کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي دي.

تخنیکي او فني انجینران وایي، د یاد سربند چارې چې کابو یو کال وړاندې پیل شوې وې، دمګړۍ یې چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې، چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شي.

د قوش تېپې کانال ساحوي مسوول ویلي، دغه سربند ټولټال د اوبو ۱۴ کنټرولوونکې دروازې او یوه لویه کاسه لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې هغه اندازه اوبه کانال ته راماتې شي، چې د آمو په سیند کې د افغانستان حق دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس