کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملی پراختیا شرکت ساحوی انجینرانو ویلی، چې د قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې به د روان کال ترپایه بشپړې او عملا به له امو سیند څخه کانال ته د اوبو راګرځولو لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.
د ملی پراختیا شرکت چارواکی وایی، چې د قوش تېپې ستر اوبیز ملی کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللی دی.
تخنیکی او فنی انجینران وایی، د یاد سربند چارې چې کابو یو کال وړاندې پیل شوې وې، دمګړۍ یې چارې په چټکۍ سره روانې دی او ټاکل شوې، چې د روان کال ترپایه پورې به بشپړې شی.
د قوش تېپې کانال ساحوی مسوول ویلی، دغه سربند ټولټال د اوبو ۱۴ کنټرولوونکې دروازې او یوه لویه کاسه لری او د چارو په بشپړېدو سره به یې هغه اندازه اوبه کانال ته راماتې شی، چې د آمو په سیند کې د افغانستان حق دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ