کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د لغمان ولایت امنیې قوماندانۍ د اطفایی آمریت مسوولینو ویلی، چې تېره شپه یې د مهترلام ښار درېیمې امنیتی حوزې اړوند قلعه دامان ساحې په یو کور کې د اورلګېدنې له امله د یو میلیون افغانیو د خسارې مخه ونیوله.
د مسوولینو په وینا اورلګېدنه د کور د خاوند د بې غورۍ له امله رامنځته شوې وه، چې په خبره یې د امنیې قوماندانۍ د اطفایې آمریت مسوولینو پر وخت د پېښی ځاې ته ځانونه ورسول او د اورلګېدنې له امله یې د کېدونکی زیان مخه نیولې ده.
مسوولین وایی، یاده اور لګېدنه کی د کور مالک ته ۳۰ زره افغانۍ مالی خساره رسېدلې او د یو میلیون افغانیو په ارزښت د تاوان مخه یې نیول شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ