د لغمان ولایتی روغتون ځینی قابله ګانې له مریضانو په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په غیر قانونی بڼه ترلاسه کوی

د لغمان ولایتی روغتون ځینی قابله ګانې له مریضانو په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په غیر قانونی بڼه ترلاسه کوی
راپور: شیبه باور
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان په ولایتی روغتون کې د نسایی او ولادی څانګې قابله ګانې او نرسانې له هغو میندو څخه چې هلته ماشوم زېږون ته ورځی د شیرینی په نوم نغدې پیسې اخلی او ددې ترڅنګ له ناروغانو سره بد چلند هم کوی.
په لغمان کې د ګهیځ د خبریالې څېړنې ښکاروی چې د لغمان ولایتی روغتون د نسایی ولادی څانګې نرسانې او قابله ګانې، سره لدې چې ښه معاشونه اخلی او نور امتیازات هم لری، له میندو څخه د زېږون پر وخت په غیر قانونی بڼه پیسې غواړی چې د هلک او نجلۍ د زېږون لپاره یې جلا جلا نرخونه ټاکلی او که کومه مور یا یې پایواز دا پیسې ورنکړی نو خورا بد چلند ورسره کوی او آن ناروغه مېرمن وهل او ټکول کېږی هم.
د یوې اټکلی څېړنې له مخې د لغمان د ولایتی روغتون په نسایی-ولادی وارډ کې په یوه ورځ کې شا او خوا دېرش زره افغانۍ په نا قانونه توګه د دې وارډ د نرسانو او قابله ګانو جیبونو ته ځی، په داسې حال کې چې دوی هره یوه له دولت څخه ښه معاش او نور امتیازات اخلی.
شاه پیرۍ هغه مور ده چې یوه اونۍ مخکې یې په همدې روغتون کې ماشوم زېږولی، هغه پدې اړه وایی: “مونږ له غریبۍ دلته راځو، ترڅو دلته له وړیا دوا او خدمت نه ګټه واخلو، مګر دلته چې راشو، هم دوا په پیسو اخلو او هم دوی له مونږ څخه د شیرینی په نوم پیسې اخلی، که چې هلک پیدا شی نو زر افغانۍ او که ماشوم نجلۍ وی، نو پنځه سوه افغانۍ اخلی.”
بس بی بی چې د یوې بلې ناروغې مېرمنې د پایوازې په توګه پدې روغتون کې څو ورځې پاتې شوې ده، خپله کیسه داسې کوی: “مونږ ځان ته د خوراک پیسې نه لرو، خو چې دلته راشو نو دوی هم له مونږ د شیرینی په نوم پیسې اخلی، زما پرون ورېره په عملیات پیداشوه، وریندار مې اوس بستر ده، خو دوی رانه شیرینی غوښتله، ماسره یوازې درې سوه روپۍ وې، ومې ویل چې نشته راسره، مګر نه یې پرېښودلم، بالآخره مې دوه سوه روپۍ ورکړې او عذر مې ورته وکړ چې پر دې نورو به مې مریض ته او ځان ته د خوراک یو څه واخلمه.”
د ګل خان په نامه یو نارینه چې د لغمان ولایتی روغتون نسایی ولادې څانګې ته یې خپله ناروغ مېرمن راوستې، پدې هکله وایی چې: “دا درېیم ځل دی چې دلته ناروغان راولم، څه وکړم غریبی ده، که نه شخصی روغتون ته به مې بیول.” نوموړی زیاتوی چې ناروغه مېرمن یې د قابله ګانو له خوا د پیسو اخیستلو او بد چلند څخه شکایت کوی.
دغه سړی د خپلې مېرمنې له قوله، د لغمان ولایتی روغتون د نسایی ولادی څانګې د څو مشخصو قابله ګانو نومونه یادوی چې دوی یې له ناروغ سره د بد چلند څخه شکایت لری.
د افسانې په نوم یوه لوستې مېرمن هم د هغو ناروغانو له ډلې څخه ده چې دوهم ماشوم یې په عملیات پیدا شوی او د قابله ګانو له خوا له پورته ستونزې سره مخ شوې ده. نوموړې وایی: “زه چې لومړی ځل راغلمه، دوی رانه پیسې وغوښتلې، ویل یې چې د هلک شیرینی یو زر روپۍ او د نجلۍ ۵۰۰ روپۍ ده، خو ما انکار وکړ، ځکه زه یوه لوستې ښځه یمه، پدې پوهېږمه چې دوی پوره معاش اخلی او حتا نوکریوالی کې هم پوره امتیاز لری.”
دغه مېرمن زیاتوی چې: “زما له انکار سره دوی راسره بد چلند شروع کړ، حتا د ولادت په وخت کې یې پټکې راباندې کړلې او وهل یې هم راکړل.”
مېرمن افسانه وایی:” قابله ګانو به راته ویل چې د پلار کور خو دې نده چې پیسې نه راکوې او مونږ دې هم نوکرانې نه یو…”
هغه زیاتوی چې: ” قابله ګانو بیا زما له مور نه ۱۰۰۰ افغانۍ ددې لپاره اخیستې وې چې ماشوم هلک دی او دا ځل زه هم وډاره شوم، ځکه مې تر عملیات مخکې ورته ۵۰۰ افغانۍ ورکړې، ځکه ماشوم مې نجلۍ وه.”
مېرمن افسانه هم د ولایتی روغتون د ولادی او نسایی څانګی د څو تنو مشخصو قابله ګانو او نرسانو نومونه اخلی او وایی چې: “څو تنه دی چې ما ولیدلې، ډېری یې سره یو لاس دی او په ګډه له مریض نه پیسې اخلی.”
مرضیه یوه بله ناروغه ده، چې له ورته ستونزې سره مخ شوې، هغه وایی: “هر ځل چې زه راغلې یمه دوی له مانه د شیرینی په نوم پیسې اخیستې دی، د هلک په سر ۱۰۰۰ افغانۍ او د نجلۍ په سر ۵۰۰ افغانۍ.”
فاطمه چې د یوه مریض له پایوازانو څخه ده پدې هکله وایی:” خپله مې هم دلته څو ځلې ولادت کړی، خویندو سره مې هم راغلې یمه او اوس مې هم خپله ورینداره راوستلې، هر ځل دوی رانه د نجلۍ په سر ۵۰۰ او د هلک په سر زر افغانۍ اخیستې دی.”
د ګهیځ خبریالې کله چې غوښتل د لغمان ولایتی روغتون د نسایی ولادی څانګې د قابله ګانو له مشرې مېرمن عذرا سره پدې هکله خبرې وکړی، هغې له خبرو انکار وکړ او دا موضوع یې د روغتون ریاست ته راجع کړه چې رسمی اجازه واخیستل شی، خو د روغتون ریاست هم له زیاتو هڅو سره سره نسایی ولادی څانګې ته د ننوتلو او له قابله ګانو سره د مرکې اجازه ورنکړه.
د لغمان د ولایتی روغتون رئیس داکتر پاینده محمد سهاک د ګهیځ خبریالې ددې غوښتنې په ځواب کې وویل چې دا وارډ محرم دی او هلته د عکاسۍ اجازه نشی ورکولای، پداسې حال کې چې د ګهیځ ټیم هلته د تصویر اخیستو هوډ نه درلود او یوازې یې غوښتل له قابله ګانو سره پدې تړاو خبرې وکړی.
د پورته موضوع په اړه له ښاغلی سهاک سره تر تفصیلی خبرو وروسته معلومه شوه چې د یاد روغتون په نسایی او ولادی وارډ کې ۱۱ تنه قابلې په دنده بوختې دی چې هره شپه درې قابلې او یوه شپه څلور قابلې نوکریوالانې وی.
د ډاکتر سهاک په خبره د هرې قابلې میاشتنی حقوق تر شل زرو افغانیو پورې دی او د متخصصو ډاکترانو میاشتنۍ امتیاز ۸۷۰۰۰ افغانۍ دی چې د هرې شپې نوکریوالۍ په بدل کې ورته ۵۰۰ افغانۍ نور امتیاز هم ورکول کېږی.
د هغه په وینا دوی پدې وارډ کې په ۲۴ ساعتونو کې په مینځنی ډول له ۳۵ نه تر ۴۰ پورې او آن کله تر ۵۰ ولادتونه لری او په ورځ کې درې یا څلور عملیاته هم ترسره کېږی.
اوس که پدې حساب د ورځې ۴۰ ولادتونه په اوسط ډول او په مساوی توګه شل نجونې او شل هلکان حساب کړو، نو دا شیرینی چې د قابله ګانو لخوا په یوه ورځ کې په غیر قانونی توګه او په زور اخیستل کېږی شا او خوا دېرش زره افغانیو ته رسېږی.
بل خوا د لغمان ولایتی روغتون د نسایی ولادی وارډ یوې قابلې تر ډېرو هڅو وروسته، د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: “دوی ناروغان د ولادت په میز وهی او پیسې هم ترې اخلی، د نجلۍ په سر ۵۰۰ او د هلک په سر ۱۰۰۰افغانۍ اخلی، دوی ټول همدا کار کوی.”
د نسایی ولادی وارډ دغه قابله هم د ځینو ناروغانو او پایوازانو په څېر په مشخصه توګه د څو تنو هغو قابله ګانو نومونه اخلی چې پدې کار کې لاس لری او وایی چې دوی ټول وارډ په خپل کنټرول کې اخیستی او له ناروغانو سره ډېره بده رویه کوی.
دغه قابله زیاتوی چې کومې قابله ګانې چې پیسې نه اخلی، له دندې د ګوښه کېدو له ډاره څه نشی ویلی، او ناروغان نو چاته شکایت وکړی؟ ځکه تر دوی پورته چاته لاس رسی نه لری.
دغه نرس قابله چې له وېرې نه غواړی نوم یې افشاء شی،وایی: “دوی ټول له یو بل سره لاس لری، د صحت عامې رئیس خپله دواخانه د روغتون د ننه جوړه کړې او مېرمن یې په یوه روغتون کې دوه ځایه دنده لری، هم نسایی ولادی وارډ کې متخصصه ده او هم د تاوتریخ والی د مخنیوی په څانګه کې کار کوی. ”
خو بل خوا د لغمان د ولایتی روغتون رئیس ډاکتر پاینده محمد سهاک بیا د ناروغانو او پایوازانو ددې شکایت په اړه بې خبری ښیې او وایی چې : “داسې کوم څه تر اوسه ندی شوی او که چېرې وشی، نو مونږ لومړی دغه ډول قابلو ته اخطار ورکوو او بیا د دوهم ځل تکرار په صورت کې یې منفکوو.”
همدارنګه د لغمان ولایت د روغتیا رئیس ډاکتر معروف جلیلی د لغمان په ولایتی روغتون کې د یادو ستونزو په اړه د ګهیځ خبریالې ته په یوه مرکه کې وویل چې: مونږ د روغتون په هر وارډ کې د مریضانو او پایوازانو د شکایت کولو لپاره د ټلیفون شمېرې لیکلې او نوکریوال ګرځی خو تر اوسه مونږ داسې کوم شکایت ندی ترلاسه کړی.”
د لغمان ولایت د عامې روغتیا رئیس وایی چې اکثره خلک په خپله خوښه ډاکترانو او قابله ګانو ته دا پیسې ورکوی او بیا پر هغوی تور لګوی چې ګواکې دا پیسې هغوی ترې غوښتې دی.
ډاکتر معروف جلیلی دا تورونه هم نه منی چې ګواکې دده مېرمن په یوه روغتون کې دوه ځایه دنده لری او وایی چې دده خپله مېرمن یوازې له تاوتریخ والی څخه د مخنیوی له څانګې معاش اخلی خو دده په خبره په نسایی ولادی وارډ کې تنها له روغتیایی پرسونل سره همکاری کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.