د لغمان ولسی وګړی د ملی دسترخوان په مرستو کې له نه شفافیت څخه سر ټکوی

د لغمان ولسی وګړی د ملی دسترخوان په مرستو کې له نه شفافیت څخه سر ټکوی
راپور : رویا سیاوش
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ملی دستر خوان د مرستو په وېش کې خلک له بې عدالتۍ او فساد څخه سر ټکوی خو ځایی چارواکی او د مرستو د وېش مسؤولین بیا دا نه منی او دا بې ځایه تورونه ګڼی.
ځایی خلک وایی چې ملک عبدالحنان چې د مهتر لام ښار د یوې برخې (قلعه زمان) سیمه کې له تېرو دوولس کالو را پدېخواه د ګذر وکیل او ملک دی، د ملی دسترخوان په ترڅ کې راغلې مرستې په عادلانه توګه نه وېشی او ځینو اړو کورنیو ته یې هېڅ فورمه نده ورکړې او ځینو نورو ته یې بیا د کور پر سر د یوې فورمې پر ځای څو فورمې ورکړې دی.
د لغمان ولایت یوه ښځینه فعاله او د مهتر لام ښار د یونس چوک اوسېدونکې پدې اړه وایی: د ملی دسترخوان په پروسه کې هر کور د یوې فورمې حق لری خو دلته ځینو کورنیو ته آن پنځه او شپږ فورمې ورکړل شوې دی او ځینې کورنۍ لا ترې خبرې هم ندی.
د ریزه ګل په نامه بله مېرمن چې دا هم د یونس چوک اوسیدونکې ده، وایی: “مونږ ۱۲کسیزه کورنۍ یو خو مونږ غریبو خلکو ته لا چا فورمه نده راکړې او راته وویل شول چې فورمې ختمې شوې دی، خو خبره یم چې ټولې فورمې یې خپلو خپلوانو ته ورکړې دی.”
د قلعه زمان کلی یوه تن اوسېدونکی چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله وویل: “ملک حنان له کلونو کېږی چې د غریبو خلکو حق خوری، غریب خلک له کومکونو څخه خبریږی هم نه، خو دی یې په خپلو خپلوانو باندی وېشی.”
هغه همدارنگه زیاته کړه چې یوه ورځ کلی ته کومک راغلی ؤ، ملک حنان د موادو موټر چې شش پای او لوی موټر ؤ د خپل کور د دېواله ترڅنګ درولی ؤ، د موادو د ورکولو په وخت کې خپله موټر ته پورته شوی ؤ، د موټر د مخې له خوا یې مواد خلکو ته ورکول او د شا برخې یې د دېوال له لارې خپل کور ته اچول، یوه بوجۍ اوړه یې خلکو ته ور کول او دوه درې بوجۍ یې کور ته اچول.
د قلعه زمان د کلی دغه اوسېدونکی همدارنګه وایی چې ملک حنان د خلکو د ځمکو نمرې هم په زوره اخیستې او غصب کړې یې دی او بیا یې په نورو خرڅې کړې دی. نوموړی همدارنګه پر ملک حنان دا تور هم پورې کوی چې له کومې ورځې نوموړی ملک شوی د خلکو حق خوری او څوک یې په وړاندې ځکه څه کولی نشی چی دده ټول خپلوان دده تر شا ولاړ دی.
په همدې توګه د مهترلام د بازار یو تن دوکاندار چی یو وخت یې د شورا غړی ؤ او د فورمو او د سړک په کارونو کې یې مرسته کوله وایی چې د ملی دسترخوان یوه فورمه د یوه ۱۲ کسیز فامیل په سر ده، خو دلته داسې کورونه شته چې یوه کور ته ۱۲ فورمې ورکړل شوې او آن داسې کسان شته چې لس فورمې دوه کسانو ته ورکړل شوې.
د دې تر څنګ په قلعه دامن کې یو نوی ځوان د ملی دسترخوان د مرستو په اړه داسې وایی:مونږ ملی دسترخوان په اړه هېڅ خبر نه یو او پدې اړه هېڅ معلومات نلرو، دا په داسې حال کې ده چی ملک حنان وایی چې ده د خپلې سیمې (۱۲۰۰) فورمې مرکز ته لېږلې دی.
ملک عبدالحنان چې خپل ځان د مهترلام ښار د قلعه زمان د ګذر وکیل او ملک معرفی کوی، زیاتوی چې دی دوولس کاله کېږی چې دلته د ګذر وکیل دی او دده پلار هم په دغه سیمه کې ملک ؤ.
نوموړی وایی چې کله دوی ته د دولت یا مؤسسو له خوا مرستې راشی دوی یې خلکو ته په عادلانه بڼه وېشې، خو دده په خبره تر اوسه د ملی دستر خوان مرستې ندی پیل شوې او د د خپلې سیمې د (۱۲۰۰) کورنیو فورمې ډکې کړې او مرکز ته یې لېږلې دی.
ملک حنان د ګهیځ خبریالې ته وایی چې دوی ته د کورونا او قرنطین په موسم کې درې سوه وچې ډوډۍ مرسته راتله چې اړمنو کسانو باندې ویشل کېده او زیاتوی چې د سرې میاشتې ټولنې له خوا څلور سوه چکۍ صابون راغلی ؤ چې څلورو تنو استازو ته ورکړل شول.
دغه ملک چې خپله اعتراف کوی چې هېڅ ډول زده کړې نه لری، زیاتوی چې ده د خپل وس او توان په اندازه د خپلې اړونده سیمې له وګړو سره مرسته کړې او راغلې مرستې یې هم پر هغوی ویشلې دی.
بل اړخ ته د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مجیب الرحمن ضیاء بیا وایی چې د لغمان په دوه برخو مهترلام او قرغیو کې د ملی دسترخوان پروسه پیل شوې ده او اړ کسان په دریو کټګوریو باندې وېشل شوی دی چې د درې کاله پخوا جوړو شویو شورا ګانو په مرسته مستحق افراد په ګوته کېږی تر څو د ملی دسترخوان په پروسه کې مرستې ترلاسه کړی.
ښاغلی ضیاء په لغمان ولایت کې د ملی دسترخوان پروسې د مرستو په لړۍ کې د خلکو شکایتونه او په ځانګړی ډول د یوه کلی د ملک له خوا په خپله ګټه لاسوهنی نه منی او وایی چې د ملی دسترخوان پروسې مرستې په ډېره رڼه بڼه خلکو ته ویشل کېږی.
د لغمان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا رئیس زیاتوی چې د ملی دسترخوان د مرستو له وېش څخه یوازې حکومتی ادارې نه، بلکې عام ولس او مدنی ټولنې هم نظارت کوی، ځکه نو د دې مرستو په ترڅ کې د فساد امکانات په نشت برابر دی.
بل لورې ته په ټولنیزو چارو کې د لغمان ولایت مرستیاله مېرمن برېښنا ساپۍ د ملی دسترخوان د مرستو د وېش په لړ کې د خلکو د شکایتونو په اړه د ګهیځ خبریالې ته وویل چې دا مرستې، د لغمان والی د مرستیالې په توګه ددې تر ګومارنه وړاندې ترسره شوې دی او دا یې په اړه ډېر معلومات نه لری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.