کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته او د RRDPO مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر ۱۴ سوه ۴۹ بېوزله کورنیو باندې د خوراکي توکي مرستې ووېشل شوې.
د مسوولینو په وینا دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال، یو پاکټ مالګه، ۱.۵ کیلو مغذي حلوا او ۴.۵ کیلو مغذي اوړه ورکړل شول.
د خبر له مخې مسوولینو زیاته کړې، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د بشري مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت ترسره کوي او ولسونو ته ډاډ ورکوي، چې په منظم ډول به دغه چاره مخته ځي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/