کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لغمان کې د کلیو، د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکی پروګرام WFP په مالی مرسته او د RRDPO مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پر ۱۴ سوه ۴۹ بېوزله کورنیو باندې د خوراکی توکی مرستې ووېشل شوې.
د مسوولینو په وینا دې مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړی، ۶.۲۵ کیلو دال، یو پاکټ مالګه، ۱.۵ کیلو مغذی حلوا او ۴.۵ کیلو مغذی اوړه ورکړل شول.
د خبر له مخې مسوولینو زیاته کړې، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د بشری مرستو څخه د ښه تطبیق په موخه نظارت ترسره کوی او ولسونو ته ډاډ ورکوی، چې په منظم ډول به دغه چاره مخته ځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ