معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د لغوه شویو ادارو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیل شوه

د لغوه شویو ادارو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیل شوه

د لغوه شویو ادارو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیل شوه
پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: د چارو ادارې عمومي ریاست د اوو لغوه شویو ادارو اړند دوه زره او ۴۴۴ کارکوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې بهیر د پیل اعلان کړی.
د دې رياست لخوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د دې بهیر په سر کې د سولې د چارو د وزارت د کارکوونکو معاشونه ووېشل شول.
سرچينه زياتوي، چې د يوې اوونۍ په اوږدو کې به د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون، د پارلماني چارو وزارت، له فساد سره د مبارزې کمېسيون او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون د پخوانيو کارکوونکو پاتې معاشونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د ا.ا له بیا وکمنېدو وروسته یو شمېر ادارې لغو شوې، چې د کارکوونکو بې روزګارۍ یې دوی له غربت سره مخ کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس