د لغوه شویو ادارو د پاتې معاشونو د ورکړې لړۍ پیل شوه
پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: د چارو ادارې عمومی ریاست د اوو لغوه شویو ادارو اړند دوه زره او ۴۴۴ کارکوونکو د پاتې معاشونو د ورکړې بهیر د پیل اعلان کړی.
د دې ریاست لخوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلی، چې د دې بهیر په سر کې د سولې د چارو د وزارت د کارکوونکو معاشونه ووېشل شول.
سرچینه زیاتوی، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې به د ولسی جرګې، مشرانو جرګې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د پارلمانی چارو وزارت، له فساد سره د مبارزې کمېسیون او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو کمېسیون د پخوانیو کارکوونکو پاتې معاشونه ورکړل شی.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د ا.ا له بیا وکمنېدو وروسته یو شمېر ادارې لغو شوې، چې د کارکوونکو بې روزګارۍ یې دوی له غربت سره مخ کړی دی.
گهیځ